خیبر پښتونخوا کې پر امبولانسونو برید؛ درې کسان وژل شوي او پنځه ټپیان

د خیبر پښتونخوا د کرک ولسوالۍ د بهادرخېل سيمې په درګاه شهیدان سیمه کې د پاکستان سرحدي ځواکونو پر امنیتي پوسته د ډرون څرخکې په برید کې د ټپي شویو نظامیانو پر لېږدوونکو امبولانسونو ډزې شوې او درې تنه پکې وژل شوي.
په کرک ولسوالۍ کې امنیتي سرچینو ویلي، چې د ډرون څرخکې له برید وروسته ټپیان د روغتون پر لور په امبولانس کې لېږدول کېدل، خو په لاره کې وسلهوالو کسانو پرې له کمین نه ډزې کړې دي او درې تنه یې پکې وژلي دي.
په دغه برید کې پنځه تنه ټپیان شوي هم دي.
دغو سرچینو ادعا کړې، چې وسلهوالو د ډزو پر مهال دوو امبولانسونو ته اور هم اچولی چې له کبله یې دواړه امبولانسونه بشپړ سوځېدلي دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/s320h

