دراني افغانستان کې ۲۰ وسله‌والې ډلې فعاله دي، سیمه باید ګډ امنیتي اقدامات وکړي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ادعا کړې چې افغانستان کې شاوخوا شل وسله‌والې ډلې فعاله دي او دا وضعیت د سيمې د هېوادونو لپاره د ګډو اندېښنو لامل ګرځېدلی دی. نوموړي خبرداری ورکړی چې د ده په باور، سیمه باید د امنیت د ټینګښت لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

دراني په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ګڼ شمېر وسله‌والې ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي؛ هغه خبره چې د ده په وینا، ملګرو ملتونو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو هم ورته اشاره کړې ده. نوموړی ادعا کوي چې د دغه وضعیت مدیریت د اسلامي امارت له وسې بهر دی، نو ځکه سیمه‌ییز هېوادونه باید د ګډو هڅو له لارې د امنیتي ګواښونو د پراخېدو مخه ونیسي.

هغه ټینګار کړی چې سیمه‌ییزه همغږي، د هېوادونو ترمنځ رغنده تعامل او نړیوال ملاتړ د دې وضعیت د کنټرول لپاره اړین دي. دراني ادعا کوي که پر وخت ګډ اقدامات ونه شي، احتمال شته چې سیمه د امنیتي بې‌ثباتۍ له نویو خطرونو سره مخ شي.

پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم څرګنده کړې چې د «ټي‌ټي‌پي» په ګډون ځینې پاکستاني وسله‌وال کسان د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او د پاکستان پر خاوره بریدونه پلانوي. خو اسلامي امارت تل دغه ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره هېچاته اجازه نه ورکوي چې د بل هېواد پر ضد وکارول شي. اسلامي امارت وایي، د سیمې امنیت د افغانستان امنیت دی او هېڅ ډلې ته د ګډوډۍ او سرحدي ګواښونو د رامنځته کولو اجازه نه ورکوي.

اسلامي امارت په خپلو وروستیو دریځونو کې بیا تأکید کړی چې افغانستان د نورو هېوادونو په شاوخوا کې د سولې، ثبات او مثبتو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او هېڅ اړخ ته د ګواښ د منبع کېدو سیاست نه لري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f749h
دکمه بازگشت به بالا