درونټه بند ته د اوبو لېږد تخنیکي کمېټې دا وړاندیز تأیید کړی

د ریاستالوزرا د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې په وروستۍ غونډه کې د کونړ له سینده د ننګرهار درونټې بند ته د اوبو د لېږد وړاندیز تر هر اړخیز بحث او تخنیکي ارزونې وروسته د تائید وړ بلل شوی او د وروستۍ پرېکړې لپاره اقتصادي کمېسیون ته سپارل شوی دی.
د یادې کمېټې د غړو په وینا، دغه طرحه د تخنیکي، اقتصادي او کرنیزو اړتیاوو له پلوه ارزول شوې او د تطبیق په صورت کې به د ننګرهار ولایت د اوبو له کمښت سره د مخ ګڼو کرنیزو ځمکو لپاره د پام وړ حللار برابر کړي.
په ناسته کې ټینګار شوی، چې د اوبو د منظم مدیریت او د کرنیز تولید د پیاوړتیا لپاره دا ډول ستراتیژیکې پروژې حیاتي ارزښت لري او کولی شي د سیمې اقتصادي ثبات او د بزګرانو د عوایدو په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.
د معلوماتو له مخې، د کونړ سیند د هېواد له مهمو اوبو سرچینو څخه ګڼل کېږي او د درونټې بند د تغذیې له لارې به د ننګرهار د کرنیزو ځمکو د خړوبولو ترڅنګ د اوبو د عادلانه وېش زمینه هم برابره شي. تمه ده اقتصادي کمېسیون د یاد وړاندیز په اړه تر وروستۍ ارزونې وروسته نهایي پرېکړه اعلان کړي.
لینک کوتاه

