درې اړخیزه غونډه ایران د افغانستان له سوداګرۍ ۳.۱۴ میلیارده ډالره برخه لري
https://sarie.news/wp-admin/edit-tags.php?taxonomy=category

په دوغارون کې د ایران، اسلامي امارت او ترکمنستان د ګمرکي چارواکو ترمنځ درې اړخیزې غونډې څرګنده کړې چې ایران د افغانستان په ۱۲ میلیارد ډالره کلنۍ سوداګرۍ کې شاوخوا ۳.۱۴ مېلیارد ډالره برخه لري.
ایران پلان لري چې د صنعتي ښارګوټو جوړول، دایمي نندارتونونه او د سرحدي ټرافیک زیاتوالي لپاره د سوداګریزو موخو د پیاوړتیا اقدامات عملي کړي. دغه ګډه غونډه د دوغارون ازادې سوداګریزې صنعتي سیمې د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا لپاره جوړه شوې وه.
په غونډه کې د دوغارون اقتصادي مرستیال حسن نوري زاده ویلي، چې د ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې د افغانستان ټولې سوداګرۍ شاوخوا ۱۲ مېلیارده ډالره وه، چې ۳.۱۴ مېلیارد ډالره برخه یې ایران ته اړوند ده. هغه څرګنده کړه چې یوازې ۱۷ مېلیونه ډالر د افغانستان څخه ایران ته صادرات جوړوي.
نوري زاده د افغانستان د ګمرکي معلوماتو د کمښت ستونزه هم مطرح کړه او وویل، د مشهد پوهنتون سره یې د سوداګریزو معلوماتو د تحلیل لپاره تړون لاسلیک کړی چې د ترکیې، ترکمنستان، قطر او اروپا سره د افغانستان سوداګریزې بېلګې سوداګرو ته وړاندې کړي.
هغه زیاته کړه چې د ۳۰زره متر مربع مساحت لرونکی دایمي نندارتون به د ایران او افغانستان د محصولاتو د وړاندې کولو لپاره جوړ شي. د غونډې په پای کې ټینګار وشو چې د کارپوهانو ترمنځ خبرې اترې، د سرحدي زېربناوو پراختیا او له شته فرصتونو ګټه اخیستنه به دوام ولري.
د خراسان رضوي والي هم وړاندې ویلي و، چې د سرحدي سوداګرۍ او پانګونې اسانتیاوې د دولت لومړیتوبونه دي او دوغارون سرحد کولای شي د ایران او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د نوې اقتصادي همکارۍ دروازه پرانیزي.

