دفاع وزارت د اسلام‌اباد پېښه کې د افغانستان تورول بې‌بنسټه وبلل

ملي دفاع وزارت د پاکستان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان په پلازمینې اسلام‌اباد کې د وروستۍ پېښې په تړاو افغانستان ته ګوته نیول هېڅ ډول منطق او بنسټ نه لري.
د ملي دفاع وزارت په وینا، چې پاکستاني چارواکي په دغه ډول څرګندونو سره نه په خپلو امنیتي ناکامیو پرده اچولی شي او نه ستونزې حلولای شي.
اعلامیه کې راغلي که رښتیا هم پاکستان چارواکي له پېښې سمدستي وروسته عاملین معلومولای شوای، نو ولې تر پېښې وړاندې یې په شنډولو او مخنیوي کې ناکام دي؟
دفاع وزارت وایي، چې د افغانستان حکومت اسلامي ارزښتونو ته ژمن دی او هیڅکله د بې‌ګناه انسانانو وژل او زورول د سیاسي موخو لپاره جایز نه بولي او نه هم د دا ډول ناروا کړنو تر سره کوونکو ملاتړ کوي.
دغه وزارت د پاکستان له امنیتي مسولینو غوښتي چې د امنیت په برخه کې له خپلې ناکامیو څخه د تېښتې پر ځای دې خپل مسولیت ترسره کړي او پر خپلو سیاستونو دې بیا کتنه وکړي او د دې پرځای چې خپل ولس او ګاونډي هېوادونه له ځانه لرې او مخالف کړي د مثبت تعامل او همکارۍ روحیه دې خپله کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w1016w
دکمه بازگشت به بالا