دفاع وزارت: هوايي ځواک د زلزله‌ځپلو د مرستې لپاره ۱۸۵ الوتنې ترسره کړي.

ملي دفاع وزارت وایي، د هېواد هوایي ځواک په ختیځو ولایتونو کې د تېرې یکشنبې شپې زلزلې زیانمو ته د رسېدو او د ټپیانو د لېږد په موخه په تېرو درېیو ورځو کې ۱۸۵ الوتنې کړې دي.

د دغه وزارت په وینا، په دغو الوتنو کې دوه زره او ۶۰ تنه ټپیان، د ټپیانو پایوازان او روغتیا پالان او ۲۳ زره او ۱۰۰ کیلو ګرامه طبي او خوراکي توکي زلزله‌ځپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5207a
دکمه بازگشت به بالا