دوحه: آل‌ثاني له نړۍ وغوښتل — دوه‌ګونی چلند دې ختم او اسرائیل دې د جرمونو سزا ووینې

د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د عربي او اسلامي هېوادونو د مشرانو د بېړنۍ سرمشريزې د چمتووالي په غونډه کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې «دوه ګونی چلند» پای ته ورسوي او اسرائیلو ته دې د ترسره شويو جرمونو سزا ورکړي.

د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دغه سرمشریزه د دوشنبې په ورځ د دوحې په کوربتوب ترسره شي.

ویل شوي، په غونډه کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ګڼو نورو هېوادونو مشران او لوړپوړي چارواکي ګډون کوي؛ خو د سعودي د وليعهد محمد بن سلمان د ګډون په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند مجید انصاري ویلي، چې په دې سرمشریزه کې به د عرب او اسلامي هېوادونو مشران «پر قطر د اسرائیلو د برید» په اړه د پرېکړه‌لیک پر مسوده بحث او غور وکړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5584a
دکمه بازگشت به بالا