د آسیا کپ لوبه: د هند او پاکستان د لوبغاړو ترمنځ د لاس نه ورکولو شخړه وروسته له ماتې

د پاکستان د کرېکټ لوبډلې روزونکي مایک هېسن ویلي دي، دوی د یکشنبې په ورځ د آسیا کپ سيالۍ کې د هند پر وړاندې له لوبې وروسته د هند د لوبغاړو له هغه پرېکړې خپه شوي چې تر لوبې وروسته یې پاکستاني لوبغاړو ته لاس ورنه کړ.
د آسیا کپ سیالیو په لړ کې پرون هندوستان او پاکستان د لوبې ډګر ته را کوز شوي ول. په دغه لوبه کې چې خورا له شور او هیجانه ډکه وه، هندوستان پاکستان ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه. دا د دواړو سیالو لوبډلو ترمنځ د روان میلادي کال په مې میاشت کې د دواړو هیوادونو ترمنځ تر پوځي شخړې وروسته لومړۍ رسمي لوبه وه. هندوستان د پهلګام د خونړي برید مسوولیت پاکستان ته راجع کوي، داسې ادعا چې پاکستان یې ردوي.
که څه هم لوبه بې شخړې تېره شوه، خو یادې لوبې د ډیرو پام ځان ته اړولی وو. د لوبې تر پیل مخکې، نه د ټاس يا پچې اچوونې پر مهال او نه هم په پای کې تر لوبې وروسته د دواړو لوبډلو د لوبغاړو ترمنځ لاسونه سره ور کړل شول.
د پاکستان د ملي لوبډلې روزونکي هېسن خبریالانو ته وویل: «موږ د لوبې په پای کې د لاس ورکولو لپاره تیار وو، خو له بده مرغه زموږ مقابل لوبډلې دا کار ونه کړ. موږ د لاس ورکولو لپاره ورغلو، خو دوی لا مخکې د جامو بدلولو خونو ته تللي وو. دا د لوبې د پای ته رسولو له پاره تر ټولو له خفګانه ډول بڼه وه.»
تر لوبې وروسته د پاکستان کپتان سلمان آغا د لوبې د پای مراسمو ته حاضر نه شو، چې د هېسن په خبره دا د هند د ملي لوبډلې د لاس نه ورکولو «اغیز» دی.
د هند کپتان سوریا کمار یادف، د پاکستان پر وړاندې د لوبې بریا د هندوستان امنیتي ځواکونو ته ډالۍ کړه او د خبرو پر مهال یې د کشمير د برید قربانیانو سره یې د خواخوږۍ څرګندونه وکړه، داسې پیښه چې د هند او پاکستان ترمنځ د پوځي شخړې سبب شوه.
نوموړي تر لوبې وروسته په مطبوعاتي ناسته کې وویل چې د لوبغاړو پرېکړه د هند د کرکټ بورډ او حکومت د دریځ سره همغږې ده: «موږ دا پرېکړه وکړه چې لاس ورنه کړو. موږ دلته یوازې د لوبې لپاره راغلي وو. موږ مناسب ځواب ورکړی دی.»
د ۲۰۱۳ کال راهیسې د هند او پاکستان ترمنځ د کرېکټ دوه اړخیزې لوبې ځنډېدلي دي او دواړه هېوادونه یوازې په څو اړخیزو نړیوالو ټورنمنټونو کې له یو بل سره د لوبې ډګر ته کوزیږي. د کریکټ آسیا کپ سیالیو کې د یکشنبې ورځې لوبه د هند دننه د پاکستان پر وړاندې د لوبې د بایکاټ يا تحريمولو پر غوښتنو سربیره هم ترسره شوه. تمه ده چې د هندوستان او پاکستان لوبډلې به په دې ټورنمنټ کې درې ځله له یو بل سره مخامخ شي.