د احصایې او معلوماتو ملي اداره د لیندۍ میاشت کې ۲۴۹۸ بهرني وګړو تګراتګ ثبت شو

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د وروستیو شمېرو له مخې، د ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ په میاشت کې د هېواد هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې د بهرنیو وګړو تګراتګ ثبت شوی چې ټولیز شمېر یې ۲ زره او ۴۹۸ کسانو ته رسېږي.
د یادو معلوماتو پر بنسټ، په دې موده کې ۱۳۲۰ بهرني وګړي افغانستان ته داخل شوي او ۱۱۷۸ نور له هېواده وتلي دي. ثبت شوې شمېرې ښيي چې د راتلونکو او تلونکو کسانو ترمنځ نسبي توازن موجود دی او دا بهیر د تېر په څېر په منظم ډول روان پاتې شوی دی.
د ادارې په وینا، ډېری بهرني وګړي د نیمروز، هرات او آقینې بندرونو له لارې هېواد ته داخل شوي دي. دغو کسانو کې یو شمېر د سیاحت په موخه راغلي او ځینې نور د کاري فعالیتونو لپاره افغانستان ته سفر کړی دی.
مسوولان وایي، د بهرنیو وګړو د تګراتګ ثبت د هېواد د نفوسې، اقتصادي او خدماتي پلانونو لپاره مهم بلل کېږي او دا بهیر په دوامداره ډول څارل کېږي، څو اړوند ادارې وکولای شي پر وخت او کره پرېکړې وکړي.

