د اسلامي امارت مشر: شریعت یواځې د حکومت نه، بلکې د ټول ملت مسؤلیت دی

د اسلامي امارت مشر، هبت الله آخندزاده، د کندهار ولایت په مقام کې علماء کرامو او خطیبانو ته په جوړهشوې غونډه کې ګډون او وینا کړې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت په اېکسپاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله علماء کرام قدرمن خلک بللي، خو ټینګار یې کړی چې دوی باید خپل دروند مسوولیت په سمه توګه اداء کړي.
د ا.ا د زعیم امیرالمؤمنین همداراز په هېواد کې د ترافیکي پېښو زیاتېدو ته په اشارې ویلي چې چلوونکو ته دې په دې برخه کې پوهاوی ورکړل شي.
په اعلامیه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین له قوله دا هم لیکل شوي چې د اسلامي امارت ټول قوانین، پرېکړې او حکمونه د شریعت مطابق دي، چې له شریعت سره تطبیق یې د علماوو او پوهانو لخوا په پوره تحقیق او دقت په بېلابېلو پړاونو کې څېړل کیږي.