د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا خبرې

کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې (ACCI) رییس له ایراني سفیر سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر مهمو لارو چارو مفصل بحث وشو.
کتنه کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې لوړولو، پانګونې ته د لا مناسب چاپېریال رامنځته کولو او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وشو. دواړو لورو دا مهمه وبلله چې سوداګریز تعامل باید منظم، چټک او له اداري خنډونو پاک وي، څو سوداګر وکولای شي خپلې چارې په اسانه ډول پر مخ یوسي.
همدارنګه د ټرانزیټ اسانتیاوو پر ښهوالي، سرحدي تاسیساتو پر معیاري کېدو او ټرانسپورټي زېربناوو پر پیاوړتیا خبرې وشوې. ټینګار وشو چې د لارو، ګمرکي خدماتو او لوجستیکي اسانتیاوو پرمختګ کولی شي د توکو لېږد چټک کړي او سوداګریز لګښتونه راکم کړي.
د ناستې ګډونوالو باور څرګند کړ چې د خصوصي سکټور ترمنځ نږدې همکاري، اسانه ټرانزیټ او باوري سوداګریز چاپېریال به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي او سیمهییز تجارت ته به هم مثبت اغېز ورسوي.

