د افغانستان د سبا ستوری؛ د ۱۲ کلن محمد عثمان عاطف نړیوالې هیلې او د ویاړ خوبونه

افغان ماشوم فوټبالر محمد عثمان عاطف وایي، هیله لري چې افغانستان لپاره په نړیوالو لوبو کې ولوبېږي.
دی ۱۲ کلن او د بادغیس ولایت اصلي اوسېدونکی دی.
دی چې اوس کابل ته راغلی وايي روزونکو یې لوبه ډیره خوښه کړې او ورته یې ویلي چې مخته به ولاړ شې.
«تاسو زما دا هیله، پوره وبولئ چې زه به یوه ورځ په نړیواله کچه افغانستان ته ویاړ راوړم.»
د افغانستان د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو ښار د چاکران سیمې اوسېدونکی ۱۲ کلن محمد عثمان عاطف دی، چې په دې ورستیو ورځو کې یې د ښې لوبې ویدیو ګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې او لاس په لاس شوې.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a466s