د افغانستان د ملي پرمختیا ستراتیژي د امیرالمؤمنینو له لوري تصویب شوه

مولوي ذبیحالله مجاهد، د اسلامي امارت ویاند، وايي چې د افغانستان د ملي پرمختیا ستراتیژي د عاليقدر امیرالمؤمنینو حفظهالله له لوري تصویب شوې ده.
ښاغلي مجاهد دا څرګندونې نن سهشنبه (د سنبله ۴مه) د حکومت د رسنیو په مرکز کې په یوه خبري کنفرانس کې کړې دي.
هغه زیاته کړه چې یاد ملي سند د پنځو کلونو لپاره چمتو شوی او په کې د متوازن پرمختګ لپاره ځانګړې ستراتیژي په پام کې نیول شوې ده. د دې ستراتیژۍ د عملي کېدو سره، د هېواد اتباع به نه یوازې د پام وړ پرمختګ شاهد وي، بلکې د بېکارۍ کچه هم به په څرګنده کمه شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b4934a