د افغانستان هوايي ځواکونو پاکستاني پوځي مرکزونه په نښه کړل

د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزارت اعلان کړی چې د جمعې په ورځ د سهار له شاوخوا یوولسو بجو مخکې، د افغانستان هوايي ځواکونو د پاکستان په خاوره کې پر څو پوځي موخو بریدونه ترسره کړي دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه هوايي عملیات په اسلاماباد ته نږدې د فیضآباد ښار ترڅنګ پر یو پوځي کمپ، د نوشهر په پوځي مرکز، د جمرود په پوځي ښارګوټي او په ایبټآباد کې ترسره شوي دي. د بریدونو هدف د پاکستان مهم پوځي مرکزونه او تاسیسات وو، چې د اسلامي امارت د دفاع وزارت په خبره په بشپړ ډول په نښه شوي دي.
د دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي ویلي: «په دغو بریدونو کې د فیضآباد ښار ته څېرمه یو پوځي کمپ، په نوښار کې پوځي قرارګاه، په جمرود کې پوځي قرارګاه او په ایبټآباد کې نور هدفونه شامل وو. عملیات په بریالیتوب ترسره شول او د پاکستان مهم پوځي اډې او تاسیسات په نښه شول.»
د وزارت په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي چې دغه بریدونه د پاکستاني ځواکونو د هوایي یرغل په غبرګون کې ترسره شوي او موخه یې د سرحدي امنیت ټینګول او د افغان ځواکونو دفاع وه.
یو شمېر امنیتي سرچینې وايي، د اسلامي امارت پوځي ځواکونه د احتمالي نظامي نښتو لپاره ټانکونه، سپکې او درنې وسلې هم چمتو کړي دي، چې په هر ډول احتمالي بریدونو کې به وکارول شي. د اسلامي امارت لوی درستیز فصیحالدین فطرت په دې اړه ویلي: «د افغانستان مسلمان ملت ته ډاډ ورکوو چې هېچا تېری بېځوابه نه پرېږدو او د هر تېري ځواب به په مناسبه توګه ورکوو.»
کابل او اسلاماباد ترمنځ وروستۍ ترینګلتیاوې په داسې حال کې زیاتې شوي چې دواړه لوري یو بل د متقابلو بریدونو تورنوي، او د سیمهییز امنیت کارپوهان د پوځي نښتو د پراخېدو په اړه اندېښنه ښيي.

