د افغانستان په بیوزلۍ کې د امریکایي پوځونو رول

د امریکا پوځ چې کله په افغانستان حمله وکړه او لومړی ګروپ د دې پوځیانو چې مشر یې د CIA متقاعد جنرال وو چې د دې ګروپ لومړی غوښتنه داوه چې د امکاناتو په برخه کې باید هیڅ ستونزه ونه لري او هیڅ کله باید داسي مرجع موجوده نه وي چې د دې ګروپ څخه د پیسو اړوند پوښتنه وکړي یعني دوې دې ځانګړي پودیجه ولري د بودیجی د مصرف لپاره لګښت پلان دې موجود وي او د لګښتونو په برخه کې دې له دوې څخه د شوي مصارفو پوښتنه وکړي.
هماغه وو چې د دوې غوښټنه بیدون له کوم قید او شرطه ومنل شوه .
ولي او د دې هدف څه و؟
د دې کار عمده هدف داو چې د پیسو په بدل کې خلک خپل کړي چې دا د نوي استعمار له ځانګړتیاوو څخه ده.
د بودیجي د پیسو د مصرف په اساس به خلکو سره نژدي شي او د نژدیوالي په صورت کې به د خلکو څخه په استفادي خپل اهداف پلي کړي.
د پیسو په ویشلو سره به د خلکو په منځ کې رقابت پیدا شي او د رقابت په پیدا کیدو به د دوې د شومو کړنو د اجرا لپاره ټټر ووهي چې بیا عملا همداسي وشوه. په دي کار سره به ټولنه سرمایه داره شي او هر څه د پانګه والو په لاس کې وي په دې ډول به خلک د هر ډول ناوړه کړنو د اجرا لپاره اماده شي ترڅو پیسي پیدا کړي او همدا پیسي د پانګي په توګه ولري.
د خلکو عادت کول له لوړو مصارفو سره: چې خلک په لوړو مصارفو عادت شي او هرذوخت د امریکا محتاج وي او محتاج شي او په دې باندې باور جوړ شي چې بیدون له امریکا هیڅ یو کار شونی نه دی چې بیا عملا همداسي وشول او تر ډیره د خپلو اهداف په ترلاسه کول کې لاس بری هم ول ولي داچې خلک اوس په لوږه او فقر کې دي دغه حالت په ارادي ډول د امریکا د بهرني سیاست یو هدف وو چې د امریکایي پوځونو په واسطه یې په افغانستان کې رامنځته کړ او خپل هدف ته ورسیدل دا چې په افغانستان د امریکا بهرنی سیاست د امریکایي پوځونو په واسطه مخته وړل کیده نو د امریکا پوځ د افغانستان د خلکو په بیزوله کولو کې مستقیما رول درلوده.
هغه عمده فکټورونه چې د امریکا پوځ له خوا د افغانستان په بیزولي کې عمده رول لري په لاندې ډول سره دي:
۱: د عیاشۍ سره د خلکو عادت کول: داچې د امریکا پوځیانو د ځان سره عیاشي افغانستان ته راوړه نو له فخشا نیولي آن د قسما قسم نشّ یې توکو تر استعمال پورې دوې سره نژدی کسان په کې مبتلا او ګرفتار شول او د نشه ی توکو سره د عادت له امله دوې هیڅ کله ونه شو کولی چې سپما وکړي او هرڅومره پیسي چې په لاس ورتللی بیرته ترې په همدې لاره تللی.
۲: د باسهولته ژوند انځور جوړول: امریکایي پوځیانو خلک له باسهولته ژوند سره بلد کړل په دې کې یې هدف داوو چې تل د باسهولته ژوند تیرولو لپاره له امریکا سره نژدې پاتي شي.

لینک کوتاه
دکمه بازگشت به بالا