د افغانستان ۱۷ کلنه فوټبال لوبډله ازبکستان ته ځي

ټاکل شوې د افغانستان ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د کافا ۲۰۲۶ سیالیو کې د ګډون لپاره ازبکستان ته ولاړه شي.

د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ به د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د حمل پر ۱۷مه پیل شي.

په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون پنځه لوبډلې برخه اخلي او ټاکل شوې لوبې د سیمې د ځوانو لوبغاړو ترمنځ د سیالۍ په فضا کې ترسره شي.

دکمه بازگشت به بالا