د افغان اتل مبارز ځلانده بریا: باز محمد مبارز په تایلنډ کې د موی‌تای سیالۍ کې بحریني سیال ‘ناک اوټ’ کړ

د ازادیو سیالیو افغان لوبغاړي باز محمد مبارز دا ځل د موی‌تای په برخه کې په خپله یوه تازه سیالۍ کې ایران الاصله بحریني سعید مصطفی ته ماتې ورکړه.‌

د ښاغلي مبارز او سعید مصطفی تر منځ دا لوبه په تایلنډ کې تېره شپه (اګست ۲۵ / وږی ۴) ترسره شوه. ښاغلي مصطفی د لوبې پر مهال څو ځله د ښاغلي مبارز د سکونو تاب را نه ووړ او وغورځېد او بلاخره ‘ناک اوټ’ شو او خپل دغه افغان سیال ته یې لوبه وبایلله.

باز محمد مبارز پر خپله فېسبوکپاڼه د خپلو هېوادوالو او مینه‌والو له ملاتړه مننه کړې او لیکلي یې دي، “خوښ یم چې یو ځل بیا ستاسې ګرانو هېوادوالو د ویاړ او خوښۍ لامل شوم او د خپل هېواد درې رنګه بیرغ مو په ویاړ پورته کړ.”

ده لیکلي چې دا یې لومړی ځل و چې د موی‌تای په برخه کې هغه هم د دغو لوبو له یوه تجربه‌کاره سیال سره سیالي کوي او ترې ګټي یې.

باز محمد مبارز چې د ازادو سیالیو لوبغاړی دی، وايي چې تر دې مخکې یې د اېم‌اېم‌اې لوبو په برخه کې ټولټال ۱۸ لوبې کړې دي چې ۱۲ یې ګټلې او شپږ یې بایللې دي.

پر خواله رسنیو ګڼو افغانانو د بري مبارکي ورکړې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b4949a
دکمه بازگشت به بالا