د امریکايي ځواکونو وتل: اسلامي امارت اړیکو ټینګار، ټرمپ یې شرمه ډکه ورځ بولي

نن (یکشنبه، د وږي نهمه) د افغانستان له خاورې د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو څلور کاله پوره شول.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په دېرشمه، له کابل څخه د وروستي امریکايي عسکر «کریستوفر دوناهو» په وتلو سره د امریکا تر ټولو اوږده، شل کلنه جګړه هم پای ته ورسېده.
د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، دغه ورځ لا هم د امریکا په تاریخ کې له شرمه ډکه ورځ بولي او د دې مسوولیت پړه د پخواني ولسمشر جو بایډن پر ادارې اچوي.
خو د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد تازه ټینګار کړی، چې له امریکا سره د پیاوړو او متوازنو اړیکو غوښتونکي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/A612S
دکمه بازگشت به بالا