د امریکا د ۱۹۲۰مو کلونو پټ پوځي پلان د کاناډا پر ضد افشا شو

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د کاناډا د نیولو په اړه د ټرمپ خبرې نوې موضوع نه ده. محرم اسناد، ښيي چې متحده ایالاتو د ۱۹۲۷ او ۱۹۳۰ کلونو ترمنځ د سرې جګړې پلان (War Plan Red) تر نوم لاندې د کاناډا پر ضد یو پوځي پلان جوړ کړی و.
د دې پلان له مخې، امریکايي ځواکونو باید په څو پړاونو کې بریدونه ترسره کړي وای، چې په کې کیمیاوي بریدونه، د بندرونو نیول، د سمندر لاندې کیبلونو پرې کول، د پُلونو او رېل‌پټلۍ کرښو ویجاړول او د مهمو ښارونو نیول شامل وو، څو د کاناډا بنسټیزې زېربناوې فلجې کړي.
په کاناډا کې دا اندېښنې د ټرمپ د وروستیو څرګندونو او ګواښونو له امله زیاتې شوې دي.
کاناډا هم د احتمالي پوځي تهاجم پر وړاندې خپل دفاعي سناریوګانې ارزولي او څېړونکي وایي چې ښايي د دودیزو جګړه‌ییزو تاکتیکونو پر ځای د چریکي جګړې لارې چارې هم په پام کې ونیول شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w235w
دکمه بازگشت به بالا