د ام خوړل او شکرې ناروغي: څه حقیقتونه ناروغانو ته پټ نه دي

دا چې په هند کې د اوړي او د امونو موسم دي، نو په ممبۍ کې مېشت د شکر ناروغۍ له یو مخکښ متخصصه د هغه ناروغان دا پوښتنه ډېره کوي: “ام خوړلای شم؟”

ډاکتر راهول بکشي وايي: “ام، د ډېر خوږوالي او رنګا رنګ ډولونو له امله په دوبي کې په هند کې یوه له مهمو مېوو وي او ډېر خلک یې خوښوي.”
ډاکتر بکشي وايي، دا پوښتنه له ګڼو ناسمو پوهاويو یا غلط فهميو ډکه ده. ځينې باور لري چې شکر لرونکي بايد هېڅ ام ونه خوري او ځینې نور بيا برعکس فکر کوي چې د ډېرو امونو خوړل ښايي د شکرې ناروغي بېرته ښه کړي.

نوموړی وايي، واقعيت د دواړو تر منځ دی. “ډېری وخت ناروغان د امونو د فصل له ختمېدو وروسته بيا راځي او د وينې شکر يې لوړ وي. کله ناکله یوازې د ام زيات خوړلو له کبله دا ستونزه پيدا کېږي.”

همدا وجه ده چې د شکرې پر ناروغۍ اخته ډېری کسان له دې مېوې سره احتياط کوي. خو وروستۍ څېړنې ښيي چې ښايي ام هغومره د شکرې ناروغانو لپاره زیان رسوونکی نه وي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b4575a
دکمه بازگشت به بالا