د اړتیا او امید منځګړیتوب: پکتیکا کې ۳۰۰ بېوزلو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت د سرې مياشتې رياست وايي، چې افغاني سرې میاشت د پکتیکا ولایت په چهاربران ولسوالي کې پر ۳۰۰ خوار ځواکه ميندو او ماشومانو درې میلیونه او ۳۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
د افغاني سرې میاشتې د سوېل ختیځ سیمه اییز زون رئیس مولوي سید منهاج الدین هاشمي د بې وزله او اړمنو وګړو لاسنیوی د افغاني سرې میاشتې مسؤلیت بللی او ویلي يې دي: «افغاني سره میاشت تل هڅه کوي ترڅو د ټولنې اړمن او بېوزله قشر د خدماتو تر پوښښ لاندې ونیسي»
د پکتیکا ولایت د سرې میاشتې رئیس مولوي عارف الله حامد هم دغه مرسته د یادو کورنیو لپاره اړینه بللي او ویلي یې دي: د نړیوال فدراسیون(IFRC) په مالي ملاتړ د افغاني سرې میاشتې له لوري په خوار ځواکۍ اخته ۳۰۰ بېوزله او اړمنو کورنیو هرې کورنۍ ته ۱۱۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکول کیږي تر څو پرې خپل ضرورتونه پوره کړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b4653a