د ایران او امریکا اټومي مذاکرات د جنیوا په ښار کې د درېیم پړاو لپاره تنظیم شوي

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي اعلان کړی چې د ایران او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د اټومي مذاکراتو درېیم پړاو به د روانې اونۍ د پنجشنبې په ورځ په سویس کې د جنیوا ښار کې ترسره شي.
نوموړي په خپل پیغام کې ویلي: «په ډېرې خوښۍ سره تاییدوم چې د ایران او امریکا مذاکرات د همدې اونۍ د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې تنظیم شوي دي.» هغه ټینګار کړی چې په دغه پړاو کې به د هوکړې نهایي کولو پر لور د لا لویو ګامونو اخیستو لپاره مثبتې هڅې وشي.
د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو لومړی پړاو شاوخوا ۱۶ ورځې مخکې د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شوی و، او دویم پړاو یې د عمان په منځګړیتوب د سویس په جنیوا ښار کې د تېره اونۍ د پنجشنبې په شپه پای ته ورسېد.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د دویم پړاو تر پای ته رسېدو وروسته ویلي وو، چې تهران او واشنګټن په دغه پړاو کې د «اصلي لارښود اصولو» په اړه ګډې هوکړې ته رسېدلي، خو ټینګار یې کړی و چې نهایي پایلې ته رسېدل لا نورو هڅو ته اړتیا لري.
دا مذاکرات په داسې حال کې دوام کوي چې امریکا د فشار، ګواښ او پوځي امکاناتو په تکیه هڅه کوي ایران د خپلو غوښتنو سره سم کړي. د ایران موقف بیا د خپل ملي حاکمیت، اټومي حقونو ساتنې او سیمهییز ثبات پر بنسټ دی، او ټینګار کوي چې له فشار او ګواښ پرته به یوازې د عدالت او نړیوالو قوانینو پر اساس هوکړه وکړي.
د دې مذاکراتو درېیم پړاو د ایران لپاره یوه مهمه فرصت ګڼل کېږي څو د امریکا د یو اړخیزو غوښتنو او فشارونو پر وړاندې خپل ملي ګټې خوندي کړي.

