د ایران او امریکا مذاکراتو دویم پړاو په جېنوا کې پیل شو

د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو په جېنوا کې پیل شو. دا ناسته د ایران د وخت د سهار په نهه بجو په سویس کې د عمان په سفارت کې ترسره شوه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له جېنوا رسېدو وروسته په اېکس پاڼه لیکلي، چې د «عادلانه او متوازنې» هوکړې د ترلاسه کولو لپاره له «رېښتینو نوښتونو» سره راغلی دی.
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم اعلان کړی و، چې د تهران اټومي پروګرام په اړه به مذاکراتو کې په «نامستقیمه» توګه ګډون ولري. هغه زیاته کړه، هیله لري ایران په معقوله بڼه عمل وکړي او فکر نه کوي چې ایران د هوکړې د نه ترلاسه کېدو له پایلو سره مخ شي. ټرمپ د جېنوا د سېشنبې د مذاکراتو اهمیت هم لوړ وبلل او وویل، ایران د هوکړې غوښتونکی دی.
په ورته وخت کې، د وال سټریټ ژورنال تحلیل لیکي، چې د ایران کړکېچ د ټرمپ لپاره د لوبې یوه ګټوره موقعیت ګرځېدلی. والټر راسل میډ په مقاله کې چې د سلواغې ۲۷مه خپره شوې، لیکلي، د امریکا الوتکه وړونکې بېړۍ «یو،اېس،اېس جرالډ ار فورډ» تېره میاشت د کارابین په سمندر کې ګزمې کولې، او همدارنګه د وېنزوېلا پخوانی ولسمشر نیکولاس مادورو د امریکا ځواکونو لخوا نیول شوی و.
راسل میډ لیکلي، اوس چې د ایران او امریکا ترمنځ اوږدمهاله کړکېچ یوه نوي او خطرناک پړاو ته داخلېږي، د نړۍ تر ټولو لویه الوتکه وړونکې بېړۍ منځني ختیځ ته لېږدول شوې ده. هغه څرګنده کړې، ځینې خلک د ټرمپ حکومت بېپروا یا ناکاره ګڼي، خو دغه حکومت په حیرانوونکي ډول اغېزمن هم کېدای شي.
راسل میډ زیاتوي، د ټرمپ د دیپلوماتیکې تګلارې یوه مهمه برخه دا ده چې داسې موقعیتونه رامنځته کړي چې یوازې خپله د برخلیک ټاکوونکو پرېکړې واک ولري. هغه د ایران په اړه د ټرمپ لاس خلاص بولي او وايي، چې هغه کولای شي هر لور ته حرکت وکړي، د رژیم بدلون رامنځته کړي، له تهران سره کمزوری تړون ومني، یا د اسراییل له هڅو څخه د اعتبار ترلاسه کولو لپاره ګټه واخلي.
د وال سټریټ ژورنال په وینا، ټول هغه کسان چې د ایران یا د دغه هېواد د تېلو په اړه اندېښنه لري، پوهېږي چې ټرمپ ځواک لري، چې نړیوالې معادلې ګډوډې کړي. د تړون مخالفان او ملاتړي، اسراییلیان، قطریان، روسان، چینایان، اروپایان او ترکان ټول د ټرمپ د پرېکړې په تمه دي.

