د ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل هره ورځ زرګونه کورنۍ بېرته هېواد ته راستانه کېږي

له تېرو څو میاشتو راهیسې له ایران او پاکستان څخه په بې‌سارې توګه د افغان کډوالو د را ایستلو په دوام، پرون ۱۴۸۰ نورې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي په راپور کې ویل شوي چې پرون (یکشنبې، لړم ۲۵مه) د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۴، د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۴، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۹۵۰ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۴۶۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

په راپور کې ویل شوي چې د دومره کډوالو له ثبت سربېره له ۱۹۹۱کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې، او همداراز ۱۳۹۵ راستنو شويو ته سيمکارتونه ورکړل شوي دي.

د ویلو ده چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې هره ورځ په منځنځي ډول شاوخوا یونیم‌زر کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه را ایستل کېږي.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارو او نورو بنسټونو د ژمي په رارسېدو سره د راستنوشویو وضعیت خورا ترینګلی بللی او له ګاونډیو هېوادونو یې غوښتي چې د جبري ایستلو بهیر ودروي.

بلخوا د پاکستان او ایران حکومتونو ویلي چې دوی به له خپلو هېوادونو ټول افغان کډوال وباسي. دېخواته بیا اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د کډوالو د راستنېدو بهیر په ښه ډول مدیریت کړی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f583h
دکمه بازگشت به بالا