د ایران ولسمشر: د خامنه‌يي مړینه ستر جنایت دی او بې‌ځوابه نه پاتې کېږي

د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان، د دغه هېواد د ستر مذهبي مشر، ایت‌الله علي خامنه‌يي، د مړینې خبر تایید کړی او خبرداری یې ورکړی چې دا لوی جنایت به بې‌ځوابه پاتې نه شي.

پزشکیان په یوې رسمي خبرپاڼه کې ویلي، د خامنه‌يي وینه به داسې توپان رامنځته کړي چې د اسراییلو او امریکا د ظلمونو او جنایتونو ریښې به راوباسي.

نوموړي د خامنه‌يي مړینه ستره ضایع بللې او ټینګار کړی چې دغه پېښه به د ایران او سیمې د امنیت او ملي مقاومت په تاریخ کې ژور اغېز ولري.

ولسمشر په خپلو څرګندونو کې د نړیوالو هېوادونو پام هم اړولی چې د ایران پر وړاندې هر ډول اقدامات د سوله‌ییزو او ډیپلوماټیکو لارو حل کولو لپاره وڅېړل شي

دکمه بازگشت به بالا