د ایکو غونډې تر څنګ افغانستان او ترکیې د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا بحث وکړ

د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین، محمد ابراهیم صدر تهران کې د ایکو غونډې په څنډه کې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت له معین او مل پلاوي سره وکتل.

په دغه غونډه کې دواړو لوریو د بېلابېلو امنیتي همکاریو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. د ترکیې معین د اسلامي امارت تر راتګ وروسته مثبت بدلونونه وستایل او وویل چې د انسانانو او نشه‌يي توکو په قاچاق کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.

دغه لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د ملګرتیا، همکاریو او متقابلو ګټو د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام بلل شوی دی. د افغانستان سفیر او پلاوي هم په غونډه کې د معین ملتیا کوله.

لینک کوتاه

https://sarie.news/A1265s
دکمه بازگشت به بالا