د بریتانیا یوه محکمه افغان کډوال د سیاستوال د وژلو ګواښ له امله ۵ کاله بندي شو

(۲۶ کلن) فیاض خان د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر کې په یوه ټیک ټاک ویډیو کې په لاس سره د تومانچې اشاره وکړه، بیا یې داسې حالت کې چې پر مخ یې دAK-47 د کلاشینکوف ټټو او نښو ته یې اشاره وکړه، د بریتانیا د(ریفورم) ګوند د مشر نوم یې واخیست.
د بریتانیا سوت (وارک کراون) محکمې ته وویل شول چې چارواکي پر دې باور وو چې دغه افغان کډوال یو جعلي نوم ورکړی او هغه په حقیقت کې یو ۳۱ کلن دی چې فیاض حسیني نومېږي.
له محکمې بهر په خبرو کې، ښاغلي فراج وویل، دا یو “بریا” ده چې د خان په نوم دغه “تاوتریخجن مجرم” زنداني شو.
تورن سړی د جمعې پر ورځ په ایسیکس کې د پارلمان غړي ته د وژلو ګواښ کولو په تور مجرم وپېژندل شو.