د بشري حقونو نړیوال بنسټ پر ننګرهار کې د پاکستان هوايي بریدونه غندلي

د افغانستان پر ننګرهار او پکتیا ولایتونو د پاکستان د تېرې شپې هوایي بریدونو ته د غبرګونونو په دوام، د «IHRF» په نوم پر بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ دا بریدونه غندلي او دا یې له ټولو قوانینو سرغړونه بللې ده.
د ياد بنسټ په اعلامیه کې پر دې پېښه خواشیني ښودل شوې او د پېښې د خپلواکې او شفافي نړيوالې پلټنې، د مسوولينو د حساب‌ورکولو او زيانمنو کورنيو ته د بشري مرستو د رسېدو غوښتنه شوې ده.
پر بشري حقونو د څار دغه بنسټ همداراز لیکلي چې د پاکستان د تېرې شپې بريد د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې پر يوه ملکي کور شوی، چې په وژل شويو کې ښځې، ماشومان او سپين‌ږيري شامل دي او د قربانيانو عمرونه له يو کلن ماشوم تر ۸۰ کلن کس پورې ښودل شوي دي.
په ورته مهال د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي پخلاینې شورا مشر، عبدالله عبدالله، پر افغانستان د پاکستان له لوري د تېرې شپې ترسره شوي بریدونه د ژورې اندېښنې وړ بللي او په کلکه یې غندلي دي.
عبدالله عبدالله په خپل غبرګون کې ویلي، دا ډول اقدامات د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف دي او کولی شي د بې‌ثباتۍ د زیاتېدو او د کړکېچ د پراختیا لامل شي.
هغه ټینګار کړی چې بمبارد، د ملکي وګړو په نښه کول او تاوتریخوالی هېڅکله د ستونزو د حل لاره نه ده، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته اختلافاتو د حل تر ټولو اغېزمنه او دوامداره لاره خبرې اترې، متقابل تفاهم او ډیپلوماټیک تعامل دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/s257h
دکمه بازگشت به بالا