د بهرنیو چارو وزارت له ملګرو ملتونو سره د کډوالو د ستونزو پر حل مفصلې خبرې شوې

په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال، ډاکتر محمد نعیم، د افغانستان د بشري همغږۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال، اندریکا رټواټي، سره په یوې رسمي کتنې کې د دوه‌ اړخیزو همکاریو، د جبري راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل او نورو مهمو موضوعاتو په اړه مفصلې خبرې وکړې.

ډاکتر محمد نعیم په دې کتنه کې ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت د هغو نړیوالو او سیمه‌ییزو بنسټونو ملاتړ ته ژمن دی چې د افغانانو د خیر او پرمختګ لپاره کار کوي. هغه له ملګرو ملتونو وغوښتل، څو د جبري راستنېدونکو کډوالو د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له اسلامي امارت سره ګډ او هماهنګ ګامونه پورته کړي، څو د خلکو ژوند اسانه او له بشري کړکیچونو څخه خوندي پاتې شي.

ښاغلي نعیم همدارنګه د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري ایستلو وروستۍ کړنې د بشري، اسلامي او د ګاونډیتوب له اصولو سرغړونه وبللې او نړیواله ټولنه یې هڅوله، چې په دې اړه خپل غږ او اندېښنې څرګندې کړي.

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د افغانستان د امنیتي ثبات او د لرې پرتو سیمو ته د اساسي خدمتونو د رسولو ستاینه وکړه. هغه ډاډ ورکړ چې له محدودو سرچینو سره سره به د افغانانو او راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په برخه کې د اسلامي امارت سره ګډ کار ته دوام ورکړي.

دغه رسمي کتنه د افغانستان او نړیوالو موسسو ترمنځ د همکارۍ او د بشري خدماتو د برابرولو د دوام لپاره مهم ګام ګڼل کېږي او ښيي چې دواړه خواوې غواړي په ګډه د خلکو اړتیاوې په اغېزمن ډول پوره کړي او د انساني بحرانونو د کمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

دکمه بازگشت به بالا