د بوديجې نه‌تصويب له امله: د امريکا فدرالي ادارې تړل شوې او زرګونه الوتنې ځنډېدلې دي

په امريکا کې د فدرالي حکومت د ادارو د تړل کېدو له امله د یاد هېواد هوايي چلند سيستم له جدي ستونزو سره مخ شوی او له تېرو درېيو ورځو راپدې خوا نږدې ۳ زره الوتنې ځنډېدلې دي.

د امريکا د فدرالي هوايي چلند ادارې (FAA) په يو تازه بيان کې ويلي، چې د بوديجې د نه‌منظورېدو له امله د «هوايي ترافيک» د کنټرول پرسونل شمېر په څرګند ډول راکم شوی او د همدې کموالي له امله د الوتنو د مهال‌وېش سيستم ګډوډ شوی دی.

د راپورونو له مخې، له هغه وروسته چې د امريکا د کانګرس غړي د بوديجې د تصويب پر سر هوکړې ته ونه‌رسېدل، د فدرال حکومت ډېری ادارې وتړل شوې. د دې بهير له پيل راهيسې اته ورځې تېرېږي او لا هم د سياسي اختلافونو له امله د بوديجې د تصويب څرک نه‌لګيږي.

ويل کېږي، د ادارو تړل کېدل نه‌يوازې د الوتنو د ځنډ سبب شوي، بلکې د امريکايي اقتصاد پر نورو برخو يې هم څرګنده منفي اغېزه کړې.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6419a
دکمه بازگشت به بالا