د ترافیکو پولیسو ته نوې عصري موټرې وسپارل شوې

د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د اسلامي امارت له لوري د ترافیکو پولیسو د عمومي ریاست منسوبینو ته د ښارونو په کچه د ترافیکي نظم د پیاوړتیا او عامه خدماتو د لا ښه کېدو په موخه یو شمېر نوې او عصري موټرې سپارل شوې دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه اقدام د ښاري نظم د ټینګښت، د ترافیکي چارو د اغېزمنتیا او د سړکونو پر سر د مسلکي حضور د زیاتوالي لپاره ترسره شوی، څو ترافیکي منسوبین وکولای شي خپلې دندې په چټکۍ، همغږۍ او غوره تجهیزاتو سره مخته یوسي.
د ترافیکو پولیسو مسوولین څرګندوي، چې د نوو وسایطو له ترلاسه کېدو سره به د ترافیکي قوانینو د پلي کېدو کچه نوره هم لوړه شي، د ترافیکي پېښو پر مهال به د پولیسو حضور ګړندی شي او د ښاریانو ستونزو ته به پر وخت رسېدنه وشي. د هغوی په وینا، دا ګام د ښاري ترافیکي سیستم د معیاري کېدو او د خدمتونو د کیفیت د لوړولو په برخه کې مهم پرمختګ بلل کېږي.
چارواکي زیاتوي، چې د سړکونو پر سر منظم ترافیک نه یوازې د تګ راتګ اسانتیا برابروي، بلکې د پېښو د کموالي، د وخت د سپما او د ښاري ژوند د منظمېدو سبب هم ګرځي، او په همدې موخه د ترافیکي بنسټونو د پیاوړتیا لړۍ دوام لري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w1062w
دکمه بازگشت به بالا