د تهران والي وایي د بېاسنادو افغان زدهکوونکو ایستل د دولت لګښتونه راکم کړي

د تهران والي محمدصادق معتمدیان ویلي چې په تېر یو کال کې د استوګنې له اسنادو پرته د یو شمېر افغان کډوالو په ایستلو سره په تهران کې ۳۲۰۰ درسي ټولګي «ازاد» شوي دي. نوموړي ویلي چې په تهران کې ۲۲۰ زره افغان زدهکوونکي بې اسناده وو او د عملي شویو تګلارو له مخې ۶۰ سلنه یې ایستل شوي دي.
د تهران والي معتمدیان زیاتوي چې د دوی په ایستلو سره د دولت لګښتونه هم راکم شوي دي.
د تهران والي ویلي: «هر زدهکوونکی د دولت لپاره ټاکلي لګښتونه لري. کله چې تاسو ۳۲۰۰ټولګي اداره کوئ، د اوبو، برېښنا، ګاز، د ښوونځیو د روانو مصارفو او د ښوونکو د معاشونو لګښتونه ټول پر دولتي بودجې تحمیل کېږي.»
د نوموړي د وړاندې کړو شمېرو له مخې، یوازې له تهران ولایته تر ۵۳۰ زرو ډېر بېاسناده افغان کډوال ایستل شوي چې له دې سره د ډوډۍ او اوړو مصرف هم کم شوی دی.
محمدصادق معتمدیان ویلي چې تهران باید د بېاسنادو افغان کډوالو کوربه نه وي. هغه زیاته کړې: «زموږ له ۱۵ګاونډیو هېوادونو هېڅ یو هم چمتو نه دی چې دومره شمېر ناقانونه بهرني وګړي په خپله پلازمېنه کې ومني.»

