د جاپان سفیر سره د بهرنیو چارو وزیر متقي لیدنه: د افغانستان د امنیت ستاینه او د اړیکو پیاوړتیا ټینګار

د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي نن د جاپان له تلونکي سفیر «تاکویوشي کورمایا» سره د مخهښې لیدنې پرمهال په افغانستان کې د هغه ماموریت ستایلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې «تاکویوشي کورمایا» ویلي چې د ده پرځای به «کینیچي ماساموتو» د جاپان سفیر وي.
نوموړي همداراز د افغانستان اوسنی امنیت ستایلی او هیله یې څرګنده کړې چې ځينې پاتې موضوعات بايد د مثبت تعامل او ډيالوګ په پایله کې حل او فصل شي.
بلخوا مولوي امیرخان متقي د دې لیدنې په ترڅ کې د جاپان او افغانستان اړیکې تاریخي بللې او له نړۍ سره یې د اسلامي امارت پر مثبت تعامل ټینګار کړی دی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a799s