د جرمني وزیرانو ته لیک له خطر سره مخ افغانان ژر ولېږدول شي

په نړیواله کچه څه باندې ۲۵۰ سازمانونو پرون سې شنبې جرمني حکومت ته په یوه پرانیستي لیک کې غوښتنه وکړه چې ټول هغه افغانان چې له خطر سره مخ دي او مخکې ورسره د منل کېدو ژمنې شوې، ژر تر ژره جرمني ته ولیږدول شي.
د جرمني ډي پي آې خبري آژانس راپور ورکوي، دغه سازمانونو لیک د بشري حقونو نړیوالې ورځې څخه یوه ورځ مخکې د جرمني د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو په نومونو استولی و. په لیک کې راغلي: «اوس خپل ټول توان وکاروئ چې هغه افغانان چې د منلو ژمنې ورسره شوي، د کال تر پایته رسیدو مخکې جرمني ته ولیږدول شي.»
د جرمني ایتلافي حکومت د مې میاشتې په پیل کې د افغانستان څخه د خلکو د منلو پروګرامونه ځنډولي وو. خو په وروستیو اوونیو کې جرمني په څو الوتنو کې هغه افغانان چې په محکمو کې یې دعواوې ګټلې وې، له پاکستان څخه دغه هېواد ته ولیږدول. د راپورونو له مخې نږدې ۱۹۰۰ افغانان لا هم په دې انتظار دي چې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې جرمني ته ولیږدول شي.
په دغو کسانو کې هغه پخواني محلي کارکوونکي او د هغوی کورنۍ شامل دي چې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو مخکې یې د جرمني له ادارو سره کار کړی و.
په لیک کې همدارنګه غوښتنه شوې چې جرمني حکومت باید له پاکستان سره په خبرو کې له ټولو امکاناتو کار واخلي، څو ډاډ ترلاسه شي چې پاکستان له خطر سره مخ افغانان د هغوی د قضیو د بشپړتیا تر رسیدو مخکې بیرته افغانستان ته ونه لیږي.

