د جرمني ګوند د افغان، سوري او اوکرایني کډوالو د ستنولو غوښتنه کوي

د جرمني په باواریا ایالت کې د عیسویانو سوشیل اتحادیه چې د واکمن حکومت د ایتلاف غړیتوب لري، په یوه نوې طرحه کې سوریې، افغانستان او اوکراین ته د کډوالو د ستنولو غوښتنه کړې ده.

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دغه طرحه په باواریا ایالت کې د یاد ګوند د پارلماني ډلې د داخلي ناستې لپاره چمتو شوې او پکې لیکل شوي چې سوریه کې اوس کورنۍ جګړې پایته رسېدلي او د لنډ مهالې خوندیتوب تر پروګرام لاندې د دغه هېواد وګړي باید ستانه کړای شي.

په دې طرحه کې ویل شوي چې د سوریې سربېره دې افغانستان ته هم د ایستل کېدونکو کډوالو شمېر زیات شي او د پوځي خدمت لپاره د مناسب عمر لرونکي اوکراینیان دې هم د خپل هېواد د دفاع په موخه ستانه کړای شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/W3290E
دکمه بازگشت به بالا