د جګړه‌يېزو زده‌کړو نوی پړاو: د عبدالله بن‌مسعود قوماندانۍ ۱۰۰ فارغان ملي دفاع ته وړاندې شول

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چې د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه‌ييزو زده‌کړو له قوماندانۍ ۱۰۰ تنه له پوځي مسلکي زده‌کړو فارغ شول.

ياد وزارت وايي، چې دغو مجاهدينو د D-30توپ او SPG-9د ساتنې او څارنې، د لارې تطهیر، منځنۍ شبکې، مالي چارو او د بریدملانو د رهبریت په برخو کې زده‌کړې ترلاسه کړې.

ويل‌کېږي، په دې تړاو جوړو شويو مراسمو کې د جګړه‌ييزو زده‌کړو او تأمیناتو د ښوونځیو مسووولینو فارغانو ته د مسوولیتونو د ښه ترسره کولو، د نیت د اصلاح، او په صداقت او ژمنتیا سره د اسلامي نظام د خدمت سپارښتنې کړې دي.

د وزارت خبر له مخې، نويو فارغانو ژمنې کړې چې د ترلاسه کړو مسلکي زده‌کړو او ایماني جذبې پر مټ به د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه په مېړانه دفاع کوي.

دا په داسې مهال ده، چې د ملي دفاع وزارت د جګړه‌ييزو زده‌کړو له قوماندانۍ څخه تر دې وړاندې هم په لسګونه تنه مجاهدين د هېواد د دفاع په موخه خدمت ته وړاندې شوي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5870a
دکمه بازگشت به بالا