د حج لکښتونو پاتې پيسې حاجيانو ته بېرته ورکول کېږي

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسوولینو نن په یوه خبري ناسته کې وویل چې د روان کال حاجیانو پاتې پیسې، د تېرو کلونو په څېر، بېرته ورکول کېږي.
د مسوولینو په وینا، د ۱۴۴۶ هجری قمري کال د حج لګښت لپاره هر حاجي څخه ۲۸۲۰۹۰ افغانۍ راټولې شوې وې چې ټولیږه اندازه یې(۸۲۷۸۷۷۷۳۲۰) افغانۍ وې او د حج ټول لګښت (۸۱۶۳۳۱۲۵۳۷.۵۹) افغانۍ وو چې له دې حساب څخه (۱۱۵۴۶۴۷۸۲،۴۱) افغانۍ اضافه شوي او هرحاجي ته به ۳۹۳۶ افغانۍ بیرته ورکړل شي.
د یاد وزارت مسوولینو وویل، حاجیان کولی شي چې سر له سبا (چهارشنبه د زمري ۱۵مه) د پاسپورټ او تذکرې اصلي او رنګه کاپي سره، د خپلو پیسو د ترلاسه کولو لپاره مربوطه مرجع (د ارشاد،حج او اوقافو وزارت یاد د خپل ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست) ته مراجعه وکړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a231s