د خیبر په باړې کې څلور کسان په ډزو وژل شوي

د خیبرپښتونخوا پولیس وایي، د خیبر ولسوالۍ په باړې سیمه کې د څلورو کسانو مړي موندل شوي دي. پولیس وایي، دغه کسان په ډزو وژل شوي او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
د خیبر ولسوالۍ د پولیسو مشر وقار احمد ویلي، د پېښې د راپور ترلاسه کولو سره سم پولیس سیمې ته رسېدلي او مړي د قانوني بهیر تر بشپړېدو وروسته د عدلي څېړنو لپاره د ډوګره روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پولیسو په وینا؛ د پېښې اصلي لامل لاتر اوسه نهدی روښانه؛ خو له بېلابېلو اړخونو څخه پلټنې روانې دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w857w

