د دفاع وزارت په ۲۱۵ عزم قول اردو کې ۵۰ هاموې ټانکونه ترمیم شوي او چمتو دي

د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزارت پر اېکس لیکلي، په ۲۱۵ عزم قول اردو کې یې ۵۰ عرادې هاموې ټانکونه ترمیم کړي دي.

د وزارت په وینا دغه هاموې ټانکونه اوس ګټې اخیستنې ته چمتو دي.

تر دې وړاندې هم د دغې قول اردو د حمایه کنډک ورکشاپ تخنیکي او مسلکي پرسونل سلګونه بېلابېل ډول وسایط ترمیم کړي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1067s
دکمه بازگشت به بالا