د راپورونو تر جنجال: عامې روغتیا وزارت د زړه او غیرساري ناروغیو نړیوال ارقام رد کړل

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي چې په وروستیو کې د روغتیا نړیوال سازمان لخوا د زړه او غیرساري مزمنو ناروغیو په اړه خپاره شوي معلومات او ارقام سم نه دي او په وینا یې چې له دوی سره شته ارقام تر دې څو برابره کم دي.

د یاد وزارت مسوولینو په هېواد کې د زړه او غیرساري مزمنو ناروغیو په اړه د روغتیا نړیوال سازمان وروستی راپور او خپاره کړي ارقام ناسم بللي او له یاد وزارت سره شته ارقام یې تر دې څو برابره کم بللي دي.

تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو چې هر کال نږدې ۴۰ زره افغانان د زړه او غیرساري مزمنو ناروغیو له امله مري او په افغانستان کې د ټولو مړینو ۴۳ سلنه لامل د زړه ناروغۍ، شکر، سرطان او د سږو مزمنې ستونزې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5879a
دکمه بازگشت به بالا