د روسیې د امنیت شورا مرستیال مدودف که ناټو تسلیم نه شي، نابود به شي

د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف تازه ویلي چې که د شمالي اتلانتیک سازمان (ناټو) تسلیم نه شي، «نابود» به شي.
مدودف تېره ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي: “ناټو د روسیه–ناتو د شورا د له منځه تلو له امله خوښ دی او دا خوښي یې «د پوهې وړ» ده.”

نوموړي ناټو د روسیې ښکاره دښمن بللی او د یو مشهور روسي لیکوال (ماکسیم) له یوې جملې یې یادونه کړې ده: “که دښمن تسلیم نه شي، له منځه ځي.”

د معلوماتو له مخې، د روسیه–ناټو ګډه شورا په ۲۰۰۲ کال کې د همغږۍ او همکاریو لپاره جوړه شوې وه، خو په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې له لوري پر اوکراین د برید وروسته ړنګه شوه.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f958h
دکمه بازگشت به بالا