د روغتیا نړیوال سازمان د امریکا د وتلو پرېکړه د نړۍ امنیت ته زیانمنه بللې

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د امریکا له‌خوا د دې سازمان د پرېښودو د پرېکړې په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا اقدام نه یوازې د امریکا، بلکې د ټولې نړۍ امنیت کمزوری کوي.

دغه سازمان ویلي، امریکا د دې سازمان له بنسټ‌ګرو غړو څخه ده او په تېرو لسیزو کې یې د ګڼو مهمو روغتیايي بریاوو په ترلاسه کولو کې اساسي رول لوبولی، چې له ډلې یې د چیچک ناروغۍ بشپړه له منځه وړل او د پولیو، ایچ‌اې‌وي، ایبولا، انفلوینزا، نري رنځ، ملاریا او نورو ساري ناروغیو پر وړاندې مبارزه یادولی شو.

د روغتیا نړۍوال سازمان د امریکا هغه تورونه رد کړي چې ګواکې دا سازمان د کووېډ–۱۹ وبا پر مهال ناکام شوی، مهم معلومات یې پټ کړي او یا یې خپلواکۍ ته زیان رسولی دی. د سازمان په وینا، د کرونا وبا پر مهال یې معلومات پر وخت او په شفاف ډول له نړۍ سره شریک کړي.

دغه سازمان وایي، د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۳۱مه، کله چې په چین کې د نامعلومې سینه‌بغل پېښې راپور شوې، سمدستي یې بېړنی سیستم فعال کړ او نړۍ ته یې خبرداری ورکړ. د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳۰مه، هغه مهال چې له چین بهر لا له سلو کمې پېښې ثبت شوې وې، دغه سازمان کووېډ–۱۹ نړیوال روغتیايي بېړنی حالت اعلان کړ.

سازمان همداراز د امریکا دا ادعا هم ناسمه بللې چې ګواکې دا سازمان د امریکا د ګټو پر ضد سیاسي اجنډا تعقیبوي. د سازمان په وینا، د روغتیا نړۍوال سازمان یو بې‌طرفه بنسټ دی چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د ۱۹۴ غړو هېوادونو له‌خوا اداره کېږي او د ټولو هېوادونو خدمت ته ژمن دی.

په پای کې، د روغتیا نړیوال سازمان هیله ښودلې چې امریکا به په راتلونکې کې بېرته دې نړیوال بنسټ ته فعاله ستنېدنه وکړي، او ټینګار یې کړی چې دوی به د ټولو خلکو لپاره د روغتیا د لوړې ممکنه کچې د حق د تحقق لپاره له ټولو هېوادونو سره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w156w
دکمه بازگشت به بالا