د رومانیې جنګي الوتکې د روسي ډرون د تعقیب لپاره پرواز وکړې

د رومانیې د دفاع وزارت د شنبې (د سپټمبر ۱۳ نیټه) په ورځ ویلي وروسته له هغې چې د روسیې بې پيلوټه الوتکه یې هوایي حریم ته ننوتلې ده د دغه هیواد جنګي الوتکو پرواز او هغه ېې تعقیب کړې ده.
دغه پيښه د رومانیې پولې ته نږدې د اوکراین پر تاسیساتو د روسیې د برید په جریان کې رامنځته شوې ده. رومانیا د اروپايي اتحادیې او ناټو غړی هیواد دی او له اوکراین سره شاوخوا ۶۵۰ کیلومتره اوږده پوله لري.
په اوکراین کې د روسیې د جګړې له پیل راهیسې دغه هیواد په وار وار پخپله خاوره کې د روسي ډرونونو د پارچو را غورځیدو شاهد و.
د رویټرز په حواله د رومانیې دفاع وزیر یونوت موستئانو وویل نږدې و چې د اف۱۶ جنګي الوتکو پیلوټانو دغه ډرون را نسکور کړی وای، ځکه مخکې له دې چې د رومانیې له هوایي حریم څخه ووځي، په ډیره ټيټه ارتفاع کې یې پرواز کولو.
رویټرز لیکلي دي چې د رومانیې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د شنبې په ورځ د روسي ډرون له داخلیدو وروسته په لومړي سر کې دوه د اف۱۶ جنګي الوتکو او بیا دوه د یورو فایټر الوتکو چې په رومانیا کې د المان د هوایي دفاع ماموریت یوه برخه ده پروازونه وکړل.
همدارنګه د اوکراین سرحد ته نږدې د دانوب رود ترڅنګ د تولچا ښاریانو ته خبرداری ورکړل شوی و چې ځانونه خوندي کړي.
په دغه اعلامیه کې راغلي چې د رومانیې جنګي الوتکو د بې پيلوټه الوتکې تر تشخیصولو وروسته تر هغې وخته پورې هغه تعقیب کړه چې له رادار څخه ووتله.

