د روژې میاشتې د لیدلو لپاره د چمتووالي سپارښتنه وشوه

سترې محکمې د «مياشتې ليدلو مرکزي کمېټې» مرکزي او ولایتي مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې د روژې مبارکې میاشتې د لیدلو لپاره دې لازم چمتووالی ونیسي.
د يادې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رییس عبدالرحیم راشد ويلي، د يادې کمېټې د ولايتونو او ولسواليو مسوولين دې نن (سهشنبه) له مازيګر لمانځه وروسته په هغو مشخصو ځایونو کې واوسي چې د میاشتې د لیدلو امکان پکې زیات وي.
همداراز له مسوولینو غوښتل شوي، چې د میاشتې د لیدلو اړوند خپل دقیق معلومات د ولایتي محاکمو له لارې د مياشتې ليدنې مرکزي کمېټې سره د ورکړل شوې ټیلیفوني شمېرې او واټساپ له لارې شریک کړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/q548q

