د رییسالوزراء ټینګار: له افغانستانه د نورو په چارو کې لاسوهنه نه کېږي

د ا.ا رییسالوزراء ملا محمد حسن اخوند د چین د بهرنیو چارو له وزیر «وانګ يي» او مل پلاوي سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې رییسالوزراء ټینګار کړی چې اسلامي امارت هیڅ ډلې ته د افغانستان له خاورې د نورو په چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي او له نورو هیوادونو هم غواړي چې د دوستۍ، ښو مناسباتو او مثبت تعامل لاره اختیار کړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b4754a