د زاپورېژیا پر ښار د روسي ډرون برید؛ ۲ وژل شوي او ۹ ټپیان

د اوکراین پر سوېل ختیځ زاپورېژیا ښار د روسیې په ډرون برید کې دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه نهه نور ټپیان دي.
د ځایي چارواکو په وینا؛ دغه برید د استوګنې څو لوړې ودانۍ هم زیانمنې کړې دي.
د زاپورېژیا والي اېوان فېدوروف پر ټېلګرام پاڼه لیکلي، چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د هغه په وینا؛ څلور لوړې استوګنیزې ودانۍ هم په دغه برید کې زیانمنې شوې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/F437F
دکمه بازگشت به بالا