د زرشوي معادنو مالیه میاشتنی شوې

د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې، چې د ملا عبدالغني برادر آخوند، د اسلامي امارت د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال په ریاست ترسره شوه، پرېکړه وشوه چې د زرشوي معادنو هر هکتار لپاره مالیه په ۵، ۱۰ او ۱۵ ګرامو وټاکل شي.
د رییسالوزرا اقتصادي مرستیالۍ نن چهارشنبه، د ۲۹ اسد په ورځ د دې غونډې د ترسره کېدو خبر ورکړ.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د زرشوي شرکتونه به د مالیې اندازه په میاشتني ډول د طلا په ګرامو کې، د کټګورۍ پر بنسټ او د رویالټي په پام کې نیولو سره، د افغانستان د معادن او پټرولیم وزارت ته ورکوي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b4761a