د زمري ۲۴: بګرام کې د داعش بریدیز توطیه شنډه او غړی ونیول شو

د پولیسو ځانګړو ځواکونو له لوري د پروان ولايت بګرام ولسوالۍ اړوند باریک آب، سیمه کې د داعش خوارجو په هغه پټنځای عملیات شوي چې غوښتل یې د زمري ٢٤مې، د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو څلورمې کالیزې په مراسمو بريد وکړي.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې ددې عملیاتو پر مهال د خوارجو یو تن ژوندی نیول شوی. دغه راز یو عراده کرولا موټر چې درې توغندي یې انتقالول هم امنیتي ځواکونو ظبط کړي دي.