د سعد بن ابي وقاص حربي ښوونځي د دولسم ټولګي زده‌کوونکي فارغ شول

د ملي دفاع وزارت اړوند، د حضرت سعد بن ابي وقاص (رض) حربي ښوونځي څخه ۱۷۷ تنه د دولسم ټولګي زده‌کوونکي، د عقیدتي او مسلکي زده‌کړو تر بشپړېدو وروسته، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې فارغ شوي دي.

ياد وزارت وايي، مسوولینو د فارغو شویو زده‌کوونکو ستاینه او هغوی ته یې سپارښتنه کړې، چې پر همدې بسنه ونه کړي، بلکې د يو ښه راتلونکي په موخه د لوړو مسلکي زده‌کړو د ترلاسه کولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د فراغت په دې مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي بازمحمد حمیدي، د ملي امتحاناتو ادارې رييس شیخ عبدالباقي حقاني، د ملي دفاع پوهنتون قوماندان مولوي محمدهاشم حذیفه، د عقیدتي او امر بالمعروف رييس مولوي سیدآقا ابومقبول، د ملي دفاع وزارت یو شمېر مسوولينو او قومي مشران ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده، چې یاد حربي ښوونځي څو ورځې وړاندې د نویو زده‌کوونکو د جذب اعلان هم خپور کړی و، څو نور ځوانان هم د مسلکي پوځي زده‌کړو له فرصتونو برخمن شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w818e
دکمه بازگشت به بالا