د سویلي کوریا پخوانی ولسمشر د بغاوت په تور له سختې جزا سره مخامخ دی

د سویلي کوریا سترې محکمې نن(پنجشنبه، د فبروري ۱۹مه) د دغه هېواد پخوانی ولسمشر یون سوک یول د بغاوت د رهبرۍ په تور مجرم ومانه.
دا حکم د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د هغه د لنډمهاله هڅې وروسته وشو چې هېواد یې په سیاسي ګډوډۍ کې ډوب کړ او د سویلي کوریا د لسیزو اوږده ډیموکراسي یې له ګواښ سره مخ کړه.
یون د ۲۰۲۵ کال په اپریل کې د پارلمان لخوا له دندې ګوښه شو او بیا ونیول شو. نوموړی د نظامي فرمانونو په صادرولو سره د قانوني توجیه پرته د مخالفت د ځپلو او رسنیو د کنټرول لپاره د پوځ په کارولو تورن شو.
محکمې وویل چې د هغه کړنې “ډیموکراتیک سیسټم ته مستقیم ګواښ” دی. دا د سویلي کوریا په عصري تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو پخوانی ولسمشر د بغاوت په تور محکوم شوی دی.
یون اوس د سختې جزا سره مخ دی. لکه د عمر قید یا حتی د مرګ جزا. که څه هم وروستۍ پرېکړه به د استیناف په اړه صادره شي. قضیه د سویلي کوریا په ټولنه کې ژور سیاسي کړکیچونه راپورته کوي.

